آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

دسولې نړيواله ورځ اوپه افغانستان کې دسولې بهير

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

27:09:2010

 

 

په افغانستان کې څه باندې درې لسيزوجنګ جګړو ددغه هيواد هرډول شتمنۍ له منځه يوړلې دڅه باندې ديرش کلنې جګړې په اوږدوکې ټول عامه بنسټونه له وران شول.

کلي او ښارونه په کڼدوالو بدل شول، په ميلونو افغانانو خپل ټاټوبى پرښود، او پرديو هيوادونو ته کډوال شول، دروسانو له ايرغل څخه نيو لي.

دکورنيو جنګ جګړو په ګډون تردې مهاله په افغانستان کې دجګړې شپه نه ده سباشوې او لاتر اوسه په دغه هيواد کې جګړه دوام لري او افغانان، د دغو جګړو په درزاودروز کې دوير شپې سباکوي، په افغانستان کې د موقتې ادارې په راتلو سره د خلکو هيلې او اميدونه داوه چې نوربه له افغانستان څخه دجنګ جګړو لمن ټوله اوله دې ورسته به افغانان په سوله کې ژوند کوي. خو د وخت په تيريدو سره، هرڅه بدل شول، په افغانستا ن کې يو ځل بيا جنګ اوجګړو زورواحسته، اوهره ورځ دهيواد په لر او برکې زيا ت شمير بې ګنا وګړې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ددغې جګړې دپاي ته رسيدو.

او د سولې او ټيکاو لپاره ځينې هڅې شوي دي،د روان کل دغبرګولي په ١٢نيټه د سولې ميلي مشورتي جرګه جوړه شوه چې موخه يي په افغانستان کې ديوې تل پاتې سولې راوستل او له وسلوالو طالبانو سره دخبرو اترو لارې چاروي ، دسولې له ملي مشورتي جرګې ورسته دسولې عالي شوراهم جوړه شوه. خو لاتر اوسه په دې اړه کومې ځانګړې لاس ته راوړنې نه دي په ګوته شوي داپه داسې حال کې ده چې تيره سه شنبه د سپټامبر له ٢١ د سولې نړيواله ورځ وه دغه ورځ د نړيو دځينو هيوادونو په ګډون په افغانستان کې هم ولمانځل شوه دنن ورځې په بحث کې هم دسولې دراتلو لارو چارو اوهم د سولې دټنګښت په تيربهير له خپلو ميلمنو سره خبرې کوو

دبحث د څيړلو لپاره مو درانه ميلمانه رابللي دي:

په ستديو کې راسره دپه کابل کې دبشري حقونو دخپلواک کميسیون د ساحوي دفتر رئیـس شمس الله احمدزى، د سولې د کمپاين مسول رحيم الله جامۍ دي.