آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دینې عالمانو رول

جوړونکی: صفی الله عمرخیل

23:01:2012

 

 

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ستره ستونزه، او د دغې ستونزې له امله دیو زیات شمیر افغان میرمنو ژوندتریخ او له بېلا بېلو کړاونو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې دافغانستان د عالمانو شورا د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي غندنه او پر جمهو رئیس یې غږ وکړ ترڅو؛ دښځوپه وړاندې دتاوتریخوالی لاملینوته درنه سزا ورکړي.

څه موده مخکې په بغلان ولایت کې یوه ۱۵ کلنه نجلې په داسې حال کې د پولیسو له خوا د خسُر په کورکې له شخصي بندنه خلاصه شوه چې نوکان ېې ویستل شوي ؤ، د بدن غوښې او ویښتان ېې شکول شوې ؤ او دوهلو ډبولونښې نښانې ېې پربدن له ورایه ښکاریدي.

د بشري حقونو په اړه دغږبرخه دا اوونۍ د همدې موضوع ارزونې ته بیله شوي.

ددغه بحث درانه میلمانه دي:

۱-دولسي جرګې غړې آغلې شینکي زهین کړوخیل

۲-د افغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر رئیس ښاغلي شمس الله احمدزي.

د یادونې ده چې په بحث کې دګډون له پاره مودښځو چارو وزارت استازی ته هم بلنه ورکړي وه، خو په بحث کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه.