
|
|
-- |
|
![]() |
|
دښځو پر وړاندې دکورنی تاوتریخوالو ستونزې!
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
08:11:2010
په افغانستان کې دښځو پر وړاندې،تاوتریخوالی هغه ستونزه ده چې افغان میرمنې ورسره لاس او ګریوان دي.
د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته وهل ډبول، جبري ودونه او نور شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې څوورځې مخکې په بلخ ولایت کې، د تعاون مرکز (دامن کور)ته کابو ۱۵ ښځو او نجونو پناه وړی ده. ددغه مرکز یوې مسوولې رسنیوته ویلي، جبری ودونه، وهل ډبول، د تاوتریخوالو لاملینوته سزانه ورکول، هغه لاملونه دی چې یادو ښځو او نجونو دغه مرکز ته مخه کړي.
په همدۍ حال کې یو شمیر هغو ښځو او نجونو چې دامن په دغه کور کې اوسیږي وايي: که چیرې عدلی او قضایی بنسټونه،د دوی حالت ته پاملرنه ونه کړی، نواړدی چې بیرته خپلوکورونو ته وروګرځي، او هر ډول تاوتریخوالي او زور زیاتي ته غاړه کیږدي.
د یاد بنسټ مسوولان وايي: له ۶ کلونو راهیسي په مزار شریف ښارکې فعالیت کوي او په یاده موده کې يي د ښځو او نجونو پر وړاندي دتاوتریخوالو ۶۰۰ پیښې ثبت کړي دي.
مخکې تردې هم د هیوادپه بیلا بیلو سیمو کې دښځو او نجونو پر وړاندي د تاتریخوالو د ګڼو پیښو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
پوښتنه داده چې په هیوادکې ددغې تولنیزی ستونزی اصلی لاملونه څه دي؟، ولی دټولنی ددغه پاړکۍ پر وړاندي دتاوتریخوالو کچه لوړه ده؟
د دغی ستونزی د اوارولو په موخه پ مدني ټولنو او په ځانګړې توګه دښځو چار وزارت کومې کړنې تر سره کړي دي؟
دبشري حقونو په اړه دغږ برخه دا اونۍ همدې موضوع ارزونې ته بیله شوي ده.
زموږ میلمانه دي،د ښځو د حقونو مدافع اغلۍ شاهده برمل.
په ولسي جرګه کې دبلخ ولایت استازي ډاکتره ګلالۍ نور صافي.
د یادونې ده چې په دغه بحث کې راسره د ښځوچارو وزارت مسوولانو له ګډون څخه ډډه وکړه.