
|
|
-- |
|
![]() |
|
ملکي وګړي به ترکله وژل کيږي؟
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
25:02:2011
په افغانستان کې د ملکي وکړو مرګ ژوبله څه نوې خبره نه ده، او تل پر دې موضوع رسنۍ،عام وګړي او دولتي چارواکي بحث کوي.
خو یادې موضوع هله په رسنيوکې د خبرونو سرټکي جوړکړل چې په دى ورستيو کې هيواد دګڼو خونړيو بريدونو شاهدؤ.
چې تر ټولو ناوړه بیلګی يي په کابل، کندهار، خوست، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ددولت دوسله والو مخالفینو ځانمرګه بریدونه او د نړیوالو ځواکونو په هوائي بمباریو کې دعاموافغانان وژل کیدل بلل کیږي چې دتیرو۳ اوونیو په ترڅ کې رامنځ ته شول.
په هیوادکې د روانو جنګ جګړو له امله تل ملکي وګړي دجګړې د اور په لمبو کې راګيروي که وسله وال طالبان، په دولتي مرکزونو بريدونه کوي او یاهم افغان او نړيوال ځواکونه د وسله والو مخالفینو پرخلاف عمليات کوي زیاتره بلهاریان يي، همدا ملکي وګړي دي چې د ځانمرګه بریدونو، چاودنو، ورانکاره کړنواو د بهرنيو ځواکونو د ځمکنیو او هوائي بمباریو له امله خپل دکورنۍ غړي، کورونه او هرڅه له لاسه ورکوي او هغه د چاخبره د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ پاتي دى، چې هم د وسله والو طالبانو په بريدونو کې وژل کيږي او هم د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې خپل ژوندله لاسه ورکوي.
روانو حالاتو ته په کتو سره ليدل کيږي چې ملکي وګړي دجګړې لومړني قربانيان او په هیوادکې دهرکال په تیریدوسره جګړه زور اخلي.
ويل کيږي د پسرلي په راتلو سره به نورهم د هيواد په بيلا بيلو برخوکې جګړى زورواخلي، چې زیاتره قربانيان به يي بياهم همدا ملکي وګړي وي .
دا چې ددغې ستونزې داواری لارې چارې کومې دي؟
د بشری حقونوپه اړه دغږبرخه دااوونۍ همدې موضوغ ارزونې ته بیله شوي.
د دغه بحث درانه میلمانه دی:
۱-دکابل پوهنتون استاد ښاغلي نسیم ګل طوطاخیل.
۲-د افغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون سلاکار قاضی غلام نبی حکاک.
دیادونې ده چې په دغه بحث کې مودګډون له پاره د کورنیو چارو وزارت
استازي ته هم دګډون بلنه ورکړي وه،خو زموږ له واروار غوښتنوسره سره خبرو اتروته حاضرنه شول.