آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

د وګړو د زیاتیدو پر وړاندي د افغان دولت مسوولیت

جوړونکی: صفی الله عمرخیل

19:07:2011

 

 

سره له دې چې په نړۍ کې دوګړو شميرورځ تربلې مخ په زیاتیدودي اووړاندوینه شوي چې دروان ۲۰۱۱میلادي کال تراکتوبرمیاشتي پورې به په ټوله نړۍ کې دوګړوشمیرکابو۷میلیاردانسانانوته لوړ شي،افغانستان هم دهغوهیوادوپه کتارکې دي چې دوګړوشمیريي دډیریدوپه حال کې دي.

په افغانستان کې دملګروملتونودوګړو صندوق استازي دتیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې دوګړودنړیوالۍ ورځې په لمانځغونډه کې وویل: یادبنسټ دافغانستان دعامي روغتیاوزارت اوځینو نورواړوندوبنسټونو په مرسته په پام کې لري ترڅو؛دغلته دښځو حالت، روغتیا،چاپیریال ساتنې اودزیات عمرلرونکوافغانانوله پاره داسانتیاوودبرابرولوپه ګډون په ۷برخوکې پراخ کمپاین پیل کړي.

دوګړودشمیرپه زیاتیدوسره په هره ټولنه کې یولړبدلونونه رامنځ ته چې ترټولومهمه يي هغوي ته دژوندانه دلومړنیواسانتیاووبرابرول بلل کیږي.

په پرمخ تللوټولنوکې ددولتونوله خواپه همدي موخه اړین تدبیرونه نیول کیږي ،خو دافغانستان په څیرپه وروسته پاتوهیوادوکې دوګړو زیاتوالي دهیواداوسیدوونکواوحکومتونوته ستونزی رامنځ ته کولی شي.

داچې په افغانستان کې دوګړودشمیرپه زیاتیدوسره به څه ډول بدلون رامنځ ته شي؟

اوافغان دولت اونړیوالوټولنوته څه پکاردي چې په همدي موخه بشپړچمتوالي ولري؟

دبشري حقونوپه اړه دغږبرخه دا اوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

دبحث درانه میلمانه دي:

۱-دافغانستان دعامي روغتیاوزارت معیینه آغلې ډاکتره نادره حیات برهاني.

۲-دافغانستان دمرکزي احصايي ریاست دعملیاتي چارومشر ښاغلي عبدالسمیع نبي.