آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمير کې ١٤٠ سلمه زیاتوالي

جوړونکی: صفی الله عمرخیل

05:07:2011

 

 

افغانستان چې په نړۍ کې دنشه يي توکو ستر توليدوونکي هيواد بلل کيږي، دغلته په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر هم ښه په درز مخ په لوړیدودي.

د افغانستان دنشه يي توکو پر خلاف د مبارزي د وزیر په وینا: د تیرو څلورو کلونو په اوږدو کې په هیواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمیر کې ۱۴۰ سلمه زیاتوالي رامنځ ته شوي دي.

د ځینو شمیرنو له مخې اوس مهال په ټول هیوادکې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر څه د پاسه ۱ میلیون کسانو ته لوړاو دغه لړي ورځ تربلې مخ په زیاتیدوده.

په هیواد کې دنشه يي بوټو کرکیله او د یادو توکو تولید، وزګارتیا، بیوزلي او اقتصادي ستونزې پرنشه يي توکو په ځانګړۍ توګه دځوانانو د روږدي کیدو مهم لاملونه بلل کیږي.

د دی ټولو په خواکې داسي هم ویل کیږي چې یو شمیر دولتي بنسټونه هم دنشه يي توکو له کارو باریانو سره مرسته او همکاری کوي.

دافغانستان دجمهوري ریاست دووم مرستیال کریم خلیلی هم په دی وروستیوکې په هغه لمانځغونډه کې چې له نشه يي توکوسره د مبارزي دنړیوالۍ ورځې په مناسبت جوړه شوي وه ویلي: يو شمير دولتي بنسټونه دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره مرسته او همکاری کوي، خو نوموړي دکوم ځانګړۍ بنسټ نوم یادنه کړاود هیواد پر عدلي او قضايي بنسټونويي غږ وکړ ترڅو؛داډول کسان د محاکمې میزته راکش کړي.

دا په داسي حال کې ده چې دچارواکو په وینا: افغان دولت په ټول هیواد کې پرنشه يي توکو د روږدو کسانو له ډلي څخه یوازی د۱۵۰۰

کسانو د درملنۍ وړټیا لري.

دا چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمير کې ۱۴۰سلمه زیاتوالي څومره داندیښنې وړخبره ده؟

څه بايد وشي چې ددغه کار مخه ونیول شي؟

د بشري حقونوپه اړه د غږ برخه دااوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي ده.

ددغه بحث درانه میلمانه دی:

۱- دنشه يي توکوپر خلاف دمبارزي وزارت د ولایتي چارو لوی رئیس ښاغلي محمدهمایون فیض زاد.

۲-د کورنیو چارووزارت د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزي پولیسو مطبوعاتي مسوول ښاغلي سید مهدي کاظمي.

۳- دافغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون د څیړني او څارني د څانګې مرستیال ښاغلي احسان الله ناجي.