
|
|
-- |
|
![]() |
|
په زرګونو کورنۍ دخوراکي توله کموالي سره مخ دي
جوړونکی: صفی الله عمرخیل
13:06:2011
دافغانستان په بيلا بيلو سیمو کې په زرګونو کورنۍ د خوراکي توکو له کموالي اودوچکالۍ له ستونزو سره لاس اوګريوان دي.
ويل کيږي د هيواد په يو شمير شمالي ولايتونو کې دوچکالۍ له امله د خلکو زيات شمير کروندې او په زرګونو څاروي له منځه تللي، چې يو هم له دغو ولايتونو څخه سرپُل دي، چې په دغه ولايت کې د سختې وچکالۍ له امله کابو ٢٨ زره کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت او د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي سر مخامخ دي .
د سرپُل د والي سيد انور رحمتي په وينا، په ځانګړې توګه په یادولایت کې د هغو سيمو اوسيدونکي چې په للمي سيمو کې ژوند کوي د اورښتونو دنه اوريدو په سبب، زيانمن کروندې او زيات شمير څاروي يي له منځه تللي او د مګړۍد خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي.
د دې پخواکې د سرپل په ګاونډيو ولايتونو کې هم د لرې پرتو سيمو خلک له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا چې تردې دمه ديادوبشري ستونزو د اواري په موخه کوم اقدام شوي که څنګه؟ د داډول ستونزو دمخنيوي لارې چارې څه دي ؟
او له زيانمنو شویو کورنيو سره بايد څه ډول بيړنۍ مرستي وشي ؟
د بشري حقونو په اړه د غږ برخه دا اوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.
د خپرونې درانه میلمانه دي:
۱- دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مجیدالله قرار.
۲- په کابل کې دخوړو د نړیوال سازمان مطبوعاتي مسوول اسدالله ازهری.
۳-او د سرپُل مرستیال والي قمرالدین شکیب.