
|
|
-- |
|
![]() |
|
د دسمبر ۳ د معلوليت لرونکو کسانو نړيواله ورځ!
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
12:12:2010
د دسمبر۳ یاني د معلوليت لرونکو کسانو نړيواله ورځ، هر کال د نړۍ په يو شمير هيوادونو کې د معلوليت لرونکو کسانو د حقونو د دفاع او هغوی ته د ژوندانه د ښو شرايطو د برابرولو په موخه لمانځل کيږي،یاده ورځ د ځينو ولايتونو په ګډون په پلازمينه کابل کې هم دافغانستان د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له خوا ولمانځل شوه.
دا په داسي حال کې ده چې ګڼ شمیر معلولیت لرونکي افغانان له دولت نه دوي ته دنه پاملرنې له امله شکایت او وايي افغان دولت ددوي حقونو ته سمه پاملرنه نه ده کړې او له دوي سره کړې ژمنې يي نه دي تر سره کړي.
ويل کيږي په هیواد کې د تيرو ۳ لسيزو جنګ جګړو په اوږدو کې د شهيدانو او معلوليت لرونکو کسانو شمیرله ۱ میلیون څخه هم اوړي.
يو شمير معلوليت لرونکي کسان وايي: له دې سره چې د دوي تنخواګاني
لږدي دهغې په خواکې له هرډول ټولنیز او سیاسي بهير څخه هم بې برخې او د حقارت په سترګه ورته کتل کيږي.
د معلولينو د ملې فدراسیون اجرائيوي رييس رحيم شاه شاهپوري دافغان دولت له لوری د معلولينود توشيح شوي قانون په اړه دناخوښي څرګندولو په خواکې ويلي: په مرکز او ولایتونو کې معلولیت لرونکي کسان ان لومړنیو روغتیايي آسانتیاؤته هم بشپړ لاس رسي نه لري.
دا چې دټولنې ددغه پاړکۍ له پاره دښه ژوندانه دبرابرولو لارې چارې کومې دي؟
په تیرو څو کلونو کې په دې برخه کې څومره کار شوى؟
د هغوې پر وړاندې اصلي ننګونې کومې دي؟
د بشری حقونو په اړه دغږ برخه دا اونۍ همدې موضوغ ارزونې ته بیله شوي.
ددغه بحث درانه میلمانه دی:
۱-په مشرانو جرګه کې د معلولینو او معیوبینو د جرګه ګې مرستیال رئیس
سناتور عبدالباقي بریال.
۲-د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سلاکار ښاغلي محمد رفیق کوهستاني.
۳-د معلولینو د وړتیا او پر مختګ موسسی رئیس ښاغلي عمراخان منیب.
۴- د معلولینو د ټولنیز مرکز اجرائیوي رئیس ښاغلي سیف الدین نظامي.