
|
16:50/07:09:2010 |
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان وايي: په دغه هیواد کې دپوځي ماموریت دپیاوړی کولو په موخه، لږ تر لږه ۲ زرو نورو سر تیروته اړتیاده. بي بي سي د ناټو دسر چینو په حواله رپوټ ورکړي: جنرال دیوید پتریوس غواړی چې په افغانستان کې د ماینونو دشنډولو دکارپوهانو او د افغان ځواکونو د روزونکو شمیر زیات شي. ویل شوي دغه غوښتنه پرون واشنګتڼ ته دناټو تړون د لوی منشی اندرس فوګ راسموسن له سفر څخه مخکې مطرح شوي، خو جنرال پتریوس په کابل کې په دی اړه له څرګندونو څخه ډډه کړي. ناټو په پام کې لري چې دافغان امنیتي ځواکونو د روزنی چاری ته زور ورکړي؛ تر څو هغوی وکړی شي چې دافغانستان د امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه واخلي. په همدی حال کې ویل کیږي دجنرال پتریوس دغه غوښتنه دغلته دامنیتي ننګونو پر بنسټ شوي.
|
|
|
-- |
|
![]() |
|
|
||
|
| -- | |||
افغان خبریال سیدحامد نوری بیګاه شپه د نامالومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو. ز موږ خبریال رپوټ راکړي: د دغه افغان خبریال د خښولو په مراسمو کې چې دده د یو شمیر خپلوانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو او خبریالانو په ګډون تر سره شول،د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنی رئیس عبدالحمید مبارز د هغه وژنه یوه ستره... |
|||
-------------------------------------------------------------------- |
|||
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د رايي ورکولو د مرکزونو پر وروستۍ نوم لړ ټینګار کوي او وايي: د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې به د ناامنیو په سبب، د رايي ورکولو ۹۳۸ مرکزونه تړلی پاتي وي. یا د کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په ټول هیواد کې به له ټاکل شویو ۶۸۳۵ مرکزونو له ډلی څخه به ۵۸۹۶ مرکزونه فعالیت وکړي او د رايي ورکولو د مرکزونو په... |
|||
-------------------------------------------------------------------- |
|||
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، په ټاکنیزو چاروکې د ځینو حکومتي کارکوونکو د ورځ تربلی زیاتیدونکی لاس وهنی په اړه اندیښنه وښوده. د دغه کمیسیون غړی او ویاند احمدضیاء رفعت رسنیوته ویلي: دوی ته دانتخاباتو په چاروکې د کابینی د۲ وزیرانو او په یو شمیر ولایتونو کې د ځینو ځايي مسوولانو د لاس وهنو په اړه ګڼ شمیر شکایتونه رارسیدلی... |
|||
-------------------------------------------------------------------- |
|||
د سعودی عربستان پاچا ملک عبدالله د زم زم اوبو د کیفیت د ساتنی څو میلیون ډالری پروژه پرانیستله. ویل کیږي تردی وروسته به دزم زم او به له پرمخ تللی تکنالوژی نه په استفادی سره راټولی او دواتر پمپ په وسیله مکی معظمی ته ولیږدول شي. په دغو نویو تاسیساتو کې به هره ورځ ۵ میلیون لیتره اوبه چاڼ شي. د سعودی عربستان د اوبو او بریښنا... |
|||
-------------------------------------------------------------------- |
|||
وسله والو طالبانو نن سهار د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د زعفرانو په پیازو بار، ۲ موټروته اوراچولی دي. د هرات د والي ویاند نقیب الله آروین رسنیوته ویلي: وسله والو طالبانو دموټرو دسوزلو په خواکې دهغو چلوونکي هم وژلی دي. خو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلي. د هرات د والي ویاند خبر ورکړي چې پولیسونن د تریاکو... |
|||