
|
|
-- |
|
![]() |
|
![]() |
|
دافغانستان د کورش ملي لوبډلې اتلولي خپله کړه
26:12:2011
د افغانستان د کورش د ورزش کارانو ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د سهلي آسیا په سیالیوکې داتلولۍ ۱۲ مډالونه خپل کړل.
د کورش د فدارسیون مرستیال بابه جان تحصلي نن رسنیوته وویل یادې سیالۍ چې له دریو ورځو را په دیخوا د نیپال هیواد په کتماندو ښار کې د۸ آسیايي هیوادونو په ګډون پیل شوې وې تیر شپه پای ته ورسیدې، په دغو سیالیو کې افغان ورزش کارانو وکولای شول چې د سرو زرو د ۱۱ او د سپینو زرو د یومیډال په ترلاسه کولو د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.
د کورش د فدراسیون مشر زیاته کړې، په دغو سیالیوکې نیپال او هند دوهم او دریم مقام خپل کړ.
څه موده وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم دجنوبي آسیا په سیالیو کې اتلولۍ او د فوټبال ملي لوډلې دوهم مقام ترلاسه کړی و.