آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د سولې دعالي شورا د مشر وژل کیدل به پر روانو چارو څه اغیزو کړي؟

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

25:09:2011

 

 

دافغانستان د سولې دعالي شورا رئیس پروفیسور برهان الدین رباني تیره سې شنبې په کابل کې د یوه ځانمرګه برید له امله په خپل کورکې ووژل شو.

دافغانستان پخوانی جمهور رئیس، د سولې د عالي شورا رئیس او دجمعیت اسلامي مشر پروفیسور برهان الدین رباني له کابو ۵ لسیزو راهیسي د هیواد په سیاسي ډګرکې له اغیزمنو څیرو څخه بلل کیده.

استاد رباني د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته هم په دولتي چاروکې اغیزمن رول لاره، نوموړي په ۱۳۸۴ کال کې له بدخشان ولایت نه د ولسي جرګې وکالت تر لاسه او په ۱۳۸۹ کال کې د جمهور رئیس حامد کرزي له خواد دولت له وسله والو مخالفینو سره دروغې جوړې له پاره د زمینو د برابرولو په موخه د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

استاد رباني د تیر یوه کال په اوږدو کې سولې ته د رسیدو په موخه داغیز منو لارو چارو دموندنې په موخه ګڼ شمیر ولایتونو او ان بهرنیو هیوادو ته سفرونه وکړل او د خبرو ترو په ټغرکیناست.

خو استاد رباني بالاخره دروان کال دوږی میاشتي په ۲۹ نیټه په کابل کې هله ووژل شو چې د طالبانو د قاصد په نامه یو سړی پرې ځانمرګه برید وکړ.

د سولې د عالي شورا رئیس په داسي حال کې وژل کیږي چې افغان دولت او نړیوالو ټولنو په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره دروغې جوړې په اړه دیادی شورا هڅوته خو راهیله من ؤ.

خو اوس داسي ویل کیږي چې داستاد رباني له وژل کیدوسره به یاده کړن لاره هم له ستونزوسره مخ شي.

داچې داستادرباني له وژل کیدو وروسته به دسولې د عالي شورا فعالیتونه کوم لوری خپل کړي؟

آیادسولې عالي شورابه دتیرپه څیرخپلوفعالیتونوته دوام او که اړینه ده چې دهغوپرکارکړنو له سره کتنه وشي؟

د استاد رباني مړینه به دهیواد پر روانو چارو په ځانګړۍ توګه دجمعیت اسلامي په راتلونکې څه اغیزو لري؟

د تودو خبرو اترو برخه دا اوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

د بحث درانه میلمانه دي:

۱-په ولسي جرګه کې دکونړولایت استازی ښاغلي صالح محمدصالح.

۲- په مشرانو جرګه کې سناتور ښاغلي عبدالباقي بریال.

۳- د سیاسي چارو کارپوه ښاغلي فضل الرحمان اوریا.