آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 
--------

دسرکوزي والګي مخنیوي په اړه د چاروا کوتدبیرونه

جوړونکی : عاشق الله یعقوب

23:05:2009

 

 

دخنځیروالګي په نوم ناروغي لومړی په مکسیکوکې ګډه بیایې امریکې ته سرایط اووروسته یې نښې نښانې دنړۍ په نوروهېوادوکې هم ولیدل شوې.

په دې وروستیوکې له هندستان نه داسې رپوټونه خپاره شوي چې وايي ددې ناروغۍبیلګې هورې هم لیدل شوي دي.

له هغه ځایه چې هندوستان له افغانستان سره پراخه اړیکې لري نودااحتمال شته چې ددې ناروغۍویروس افغانستان ته هم ولېږدېږي.

دافغانستان عامې روغتیاوزارت اعلان کړی چې په دې اړه بشپړ چمتووالی لري.

دعامې روغتیاوزارت چارواکوویلي که دسرکوزي ناروغۍنښې نښانې په افغانستان کې ولیدل شي، له دوی سره پوره اندازه دارودرمل شته چې دناروغانوعلاج پرې وکړي.

پردې سربیره دعامې روغتیاوزارت دنوموړې ناروغۍمخنیوي له پاره نورڅه ډول چمتووالی لري؟

دتودوخبرواتروبرخه دهمدې موضوع ارزونې ته بیله شوې ده.

دموضوع په اړوندداورېدونکو پوښتنوته دولسي جرګې دروغتیاکمیسیون غړې ډاکترې نوش آفرین شهاب دولتي اودعامې روغتیاوزارت دعامه اړیکو څانګې مشر ډاکتراحمد فریدرائدځوابونه وویل: