آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 
--------

دووم ځلې ټاکنې اودهغوپه وړاندې پرتې ننګونې

جوړونکی : عاشق الله یعقوب

25:10:2009

 

 

له امنیتي ستونزوسره سره په افغانستان کې دروان کال دزمري په ۲۹ نیټه جمهوري ریاست ته ټاکنې وشوې، خودهغوپایلې دوه میاشتې وځنډېدې.

داځکه چې یوشمېرکاندیدانوویلي په ټاکنوکې درغلۍشوي دي .

دټاکنوپه اړه شکایتونواورېدوکمیسیون له په دې اړه دخپلوپلټنوپایله اعلان اوویې ویل چې هیڅ یوه کاندیدپنځوس جمع یورایې نه دي ګټلي چې له مخې یې دټاکوخپلواک کمیسیون وپتېیله چې جمهوري ریاست ته دې دووم ځلي ټاکنې وشي.

په پام کې دي جمهوري ریاست ته ددوو وتلوکاندیدانوترمنځ دروان کال دلړم میاشتې په ۱۶ نیټه ټاکنې وشي.

هغه پوښتنې چې په دې اړه راپورته شوي داچې دټاکنوخپلواک کمیسیون ددووم ځلي ټاکنوله پاره اړین چمتووالی لري اوکه نه؟

دټاکنوله پاره امنیتي اوجوي حالت برابردی اوکه څه ډول؟

بله داچې څه ډول ضمانت شته چې په دووم ځلي ټاکنوکې به دلومړي پړاوکانې نه کېږي؟

ددې اودې ته ورته نوروپوښتنوځوابولوپه موخه مودټاکنوخپلواک کمیسیون کمیشنرمولوي فضل احمدمعنوي اودډاکترعبدالله عبدالله دپلویانوپه استازولۍدولسي جرګې غړي احمدعلي جبرائیلي ته بلنه ورکړې ده.

دغه راز، موږ دحامدکرزي له انتخاباتي دفتراوپرآزادټاکنودڅارنې موسسې یافیفاته هم بلنه ورکړه چې په دې خبرواتروکې خپل استازي دګډون له پاره راولېږي خوددوی استازوپه بحث کې ګډون ونه کړ.