آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

داوونۍ تودې خبرې

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

12:09:2011

 

 

ځوانان چې دټولنې ځواکمن پاړکې بلل کیږي، او د هرهیواد روښانه راتلونکې نیغ په نیغه له دوی سره تړاولري، نو په همدي سبب، اړینه ده چې ځوان کول ته زیاته پاملرنه وشي.

افغانستان دنړۍ د هغو هیوادو په کتار کې شمیرل کیږي چې ځوانان يي تر ډیره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معنییت په هڅو د روان کال دوږي میاشتي په ۱۵ نیټه په کابل کې د ځوانانو د عالي شورا دویمه غونډه جوړه شوه.

جمهور رئیس حامدکرزي دغونډی ګډون والو افغان ځوانانو ته چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه يي ورکې برخه اخیستي وه دوینا پر مهال وویل، اړینه ده چې افغان ځوانان خپلو لوړو زده کړو ته دوام اوهڅه وکړي چې په حرفوي برخوکې هم دعلم او پوهې په ګاڼه ځان سمبال کړي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې په بهرنیو هیوادونو کې به د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو په موخه په راتلونکو کلونو کې ټاکل شوي بودیجه دوه برابره کړي.

دا په داسي حال کې ده چې لاهم زیاتره افغان ځوانان لوړو او منځنیو زده کړوته لاس رسي نه لري، د سالمي بوختیا له نشتوالي څخه کړیږي، ګڼ شمیر ځوانان اړکیږي چې تر ډیره داقتصادي ستونزو په سبب، پر نشه يي توکو د روږي کیدو په خواکې په ناروا کارونو لاس پوری او ان د دولت د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یو ځای شي.

دا وونۍ د تودو خبرو اترو په دی برخه کې به دافغان ځوانانو د ستونزو او د هغو د اوارولو پر لارو چارو خبرې وکړو.

دبحث درانه میلمانه دي:

۱ـ په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازې آغلې ناجیه بابکرخیل.

۲ـ دهرات ولایت د ځوانانو د شوراغړی ښاغلي محمدشفیع عظیمي.