آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

--

 
 
 
 
 
 
--------

د ورځې خبره

نشه يي توکې لاهم سترګواښ!

23:11:2010

دنشه يي توکو او جرمونو پر خلاف د مبارزي په برخه کې د ملګرو ملتونو د اداري د خپرو شویو شمیرو له مخې په افغانستان کې د تریاکو بیه ۶۰ سلمه لوړه شوي ده. مخکې تردې د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزیر رسنیوته وویلي ؤچې د روان عیسوی کال په اوږدو کې د طبیعي پیښو په سبب، د کوکنارو کروندو ته زیان رسیدلی او له همدی امله په افغانستان کې د تریاکو بیه د پخوا په پرتله ۳ برابره لوړه شوي ده. ده خبرداری ورکړی ؤچې دغه حالت ته په کتو سره به بزګران د کوکنارو کرکیلی ته ډیره لیوالتیاوښې. ده نړۍ ته له افغانستان څخه دنشه يي توکو د ترافیکو په اړه وویلي ؤاوس مهال ایران او روسیه ددغو توکو تر ټولو زیات پیرودونکی لري.

نشه يي توکې هغه ستر دښمن دي چې له کلونو کلونو راهیسي افغان حکومت ته په ستر سر خوږی بدل شوي دي.که څه هم چې افغانستان او نړۍ ددغې ښکارندی پر وړاندې دمبارزي له پاره په ظاهره بیلا بیلی لاری چاری موندلې، خوله هغو نه داسي تجربه چې وکړی شي دغلته د کوکنارو کرکیله او د نشه يي تو کو د تولید او قاچاقو مخه ونیسي نه ده ترلاسه شوي.

له کلونو کلونو راهیسي د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزي په بیلا بیلو بنسټونو کې کورنیو او بهرنیو کار کوونکوته دنه باور تنخواګانو ورکړه، په دې برخه کې دسلګونو میلیونو ډالرو لګول او د پرمخ تللو تجهیزاتو او موټرو پیردول دوام لري او ښايي چې د دغو لګښتونو یوه برخه دوخت له اړتیاؤسره سم لګول شوی وي، خو تر ټولو خواشینونکی ده چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره دمبارزي له هماغه پیله کار پوهان، متخصصین، سلاکاران او زیاتره هغه کسان چې له نشه يي توکو سره دمبارزی فعالین بلل کیږي په همدی پلمه افسانوی او لوړه تنخوا ترلاسه کوي، خو په ظاهره نه دی توانیدلی چې افغان بزګرانو ته دکوکنارو د کرکیلی پر ځای یوسم بدیل کښټ وړاندی کړي.

هغه څه چې وړاندی شوي هم ده یالږ او یا هم له بې پر وایې سره مخ او د پراختیا په برخه کې يي کوم ګام نه دی پورته شوي.

د ۲۰۰۶ عیسوی کال په پیل کې مسوولانو د هیواد په ختیځ کې کروند ګروته لارښوونه وکړه چې دکوکنارو پر ځای پټاټي وکړی، د دې غوښتنې تطبیق ددی په خواکې چې ناشونی وه ښايي خندنې او د حیرانتیاوړهم وه ځکه چې ښکاره خبره ده چې دپټاټوبیه دتریاکو په پرتله ډیره ټیټه اوهیڅ کروندګربه دهغی منلو ته غاړه کینږدي.

خو زعفران، سم اوان له کوکنارو څخه با ارزښته بدیل بلل کیږي چې تر اوسه په افغانستان کې دودشوي نه ده، که څه هم چې دغه بوټی له کابو ۳ کلو راهیسي د کوکنارو د بدیل په توګه پیژندل شوي، خو تر اوسه يي کرکیله د ناڅرګندو لاملونو له مخې په ټول هیوادکې دود شوي نه ده.

په هر صورت هغه څه چې تر اوسه روښانه ده هغه داچې افغان کروند ګرو لاهم د کوکنارو پر ځای سم بدیل کښت، د کرنی پرمخ تللی تجهیزات، اصلاح شوی کرنیز تخمونه، کیمیاوی سره او نور هغه څه چې دهغوی اړټیاوي پرې پوره شي ترلاسه کړي نه دي.

خو د تیرو ۸ کلونو په اوږدو کې دهغوپه بدل کې یاورسره تشی ژمنې شوي او یايي هم کروندی په زور او جبراړول شوي دي.

د بزګرانو د ژوندانه ناسم حالت، روغتیايي اسانتیاؤ ته نه لاس رسي، اقتصادی کمزورتیا، بیوزلې او د عادی ژوندانه له پاره دګڼو نورو اړتیاؤنه پوره کیدل، هغه مهم لاملونه بلل کیږي چې له امله يي افغان کروندګر د کوکنارو کرکیلی ته مخه اوځینی يي د ژوندترپایه مقاومت وکړي.

په تیروکلونو کې د کوکنارو د کروندو داړولو پر وخت دبزګرانو او پولیسو ترمنځ دخونړیو نښتو رامنځ ته کیدنه، له دغه شان کړنونه د بزګرانو د ناخوښې نښه ده.

یادوټکوته په کتو سره په افغانستان کې نشه يي توکوته د اړټیا دډیریدو په اړه دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې وزارت اندیښنې پر ځای، خو یوازی عاقلانه تدبیرونه، دکوکنارو د کرکیلی له پاره دبزګرانو اړتیاؤاو مجبوریتونوته پاملرنه اودهغو د اواری په موخه د افغان دولت او نړیوالو ټولنو پراخې هڅې کولې شي؛ ترڅو د دغه شان اندیښنو کچه راټیټه کړي.