
-- |
|
![]() |
|
|
||
د ورځې خبره
دناټو دلوي قوماندان له نوي امر څخه دخلکو تمې!
08:03:2010
په افغانستان کې دنړیوالوځواکونولوی قوماندان امرکړی ترڅودشپې عملیات چې له یاغیانوسره دمبارزي اساسی برخه ده ،لږه اوپه ډیری ځیرتیاسره ترسره شي.
جنرال ستانلی مک کریستال چې تازه په افغانستان کې دځانګړو ځواکونوپه ګډون دټولونړیوالوځواکونومشری يي پرغاړه اخیستي وايي: ددغه خوځښټ موخه داده چې دشپې په عملیاتوکې دملکی وګړودسرزیان کچه راټیټه شي.
ده دغه رازلارښوونه کړي چې دکورنودتلاشي پروخت بایدافغان چارواکي اودشوونتیاپه صورت کې ځايې سپین روبی هم حضور ولري.
جنرال کریستال دغه رازپه خپل نوی امرکې لارښوونه کړی چې ښځی بایددښځوله خواوپلټل شي ،ترڅوپه دی اړه دمخالفینودناوړه تبلیغاتومخه ونیول شي.
دادووم ځل دي چې په افغانستان کې دنړیوالوځواکونولوی قوماندان خپلوسرتیروته دخلکودکورونودپلټنواودځینونوروځانګړومسلودپه پام کې نیولولارښوونه کړي. نوموړي دخپلی دندی دلومړیومیاشتو پروخت هم خپلوسرتیروته لارښوونه کړي وه چې دپوځی عملیاتو پر مهال دملکی وګړودوژل کیدومخه ونیسي.
دبهرنیوځواکونوله خواپه خپل سردخلکودکورونوتلاشي،په پوځی عملیاتواوهوايي بمباریوکې دملکی وګړووژل کیدل چې ترډیره تیر وتنه ښودل شوي هغه مهم لاملونه ده چې له امله يي دافغانستان په ډیروسیموکې خلک له نړیوالوځواکونونه ښه زړه ونه لري اوتل دهغوی پردغه شان کړنو نیوکی وکړي.
افغان دولت اوملی شوراهم ددغه حالت دمخنیوي په موخه په واروار پخوااواوس مهال ځینی څرګندونی کړي دي. ښايي په همدی سبب دغه شان پیښی دپخواپه پرتله لږپیښیږي خوپه بشپړه توګه نه دی دریدلي.
دغه کمښټ اوپه افغانستان کې دنړیوالوځواکونودلوی قوماندان تازه امرته په کتوسره چې دکورنودتلاشي پروخت يي دزیاتی ځیرټیااو د شپې په عملیاتوکې دنویومحدیتونوپه اړه صادرکړی تمه کیږي چې دهغوله مخی دنړیوالوځواکونوله خوا دشپې دعملیاتو اودکورنو دتلاشي پروخت دملکی وګړودمرګ ژوبلی کچه چې زیاتره پارونکی اودنه منلووړبلل کیږي راټیټه شي خوپه دی شرط چې دقوماندانو امرونه اولارښوونی یوازی نمایشی بڼه ونه لرې اودرسنیودتبلیغاتو
دجلبولوپه موخه یوخوځښټ نه وي ،ددی په خواکې اړینه ده چې ددغه شان پیښوترسره کوونکواوسرغړونکوته هم دسزادورکولو په برخه کې هم له جدیت څخه کارواخیستل شي.