آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

--

 
 
 
 
 
 
--------

د ورځې خبره

اربکیان، د افغانستان په شمال کې تر ټولو ستره اندیښنه!

29:09:2010

دافغانستان په شمالي سیمو کې یو شمیر خلک د اربکیانو په نوم د ځايي وسله والو کسانو له شتون څخه سرټکوي او دعوه کوي چې دغه کسان له ورکړل شویو وسلو او امکاناتونه په استفادی سره ورته سر خوږی جوړوي.

د بلخ ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکو ویلي: اربکیان یا ځايي وسله وال کسان پر هغوی ظلم کوي او په بیلابیلو نومونو ورڅخه پیسی اخلی او کله ناکله خو د هغوی شته هم غلا کوي.

د اربکیو یا د قومي وسله والو ځواکونو جوړول چې په ظاهره دخپلو سیمو د امنیت ساتنی ځواکونه بلل کیږی، د جوړښټ له هماغه لومړیو نه له ګڼو پوښتونو سره مخ وه.

د دغه شان جوړوښتونو رامنځ ته کول او د امنیت د ساتنې په موخه هغوی ته دوسلو او مهماتو ورکړه د افغانستان په شمالي سیمو کې هم د نا امنیو د پر اختیا په اړه اندیښنی رامنځ ته کړي دي.

د شپیتمې لسیزی تیرو تر خو تجربوته په کتو سره چې دهیواد په بیلا بیلو سیمو کې دوسله والو قومي ملیشو شتون، د ناامنیو او بالاخره دوخت د دولت دړنګیدو لامل وګرځید، خلک اندیښمن کړي دي.

په افغانستان کې د اربکی ځواکونو د جوړیدو په موخه څو میاشتی مخکې بحثونو زورو اخیست او د دولت له خوا د ځايي پولیسو په نوم جوړښټ له ځانګړو محدویتونو سره جوړ شو، خو له هماغه لومړی سره له رازر از مخالفتونو سره مخ شو.

خو هغه څه چې اوس مهال په ځانګړی توګه په شمالي سیمو کې د دغو ځواکونو په اړه اندیښنی راپورته کړي هغه دا چې په یادو سیمو کې د ناامنیو لمن د پراخیدو په حال کې، او د افغان امنیتي چارواکو په وینا: دمګړی د هیواد شمالي او شمالختیځ ولایتونه د دولت دوسله والو مخالفینودګڼو بریدونو او د عرب، ازبکستاني، چیچنیایی او پاکستاني اورپکو د شتون شاهد دی چې په دغو سیمو کې دناامنیو لامل بلل کیږي.

روانو حالاتو ته په کتو سره په یادو سیمو کې د اربکیو شتون دنورو په خواکې دا اندیښنه هم راپورته کړي چې له یادوکسانو څخه د دولت وسله وال مخالفین ګټه پورته نه کړي.

له شک پرته ددغو کسانو د شتون او د هغوی د ناقانونه کړنو او خپل سریو په اړه دخلکو شکایتونه ددی ښکارندویه ده چې ددغو ځواکونو د جوړښټ په اړه هماغه لومړی وړاندوینه پر ځای وه.