
-- |
|
![]() |
|
|
||
د ورځې خبره
سترمسوولیت اوستره ناغیړی!
27:02:2010
کابل دجمعی په سهاردخونړیوځانمرګو بریدونوشاهدؤ.دغه پیښه چې دښارپه یوه مهمه سیمه کې رامنځ ته شوه یوشمیرمړی اوټپیان يي پر ځای پریښودل. که څه هم چې ځانمرګه بریدونه،چاودنی اودغه شان نوری پیښی دافغانستان خلکوته یوه عادی خبره ده خوددغه شان پیښورامنځ ته کیدل هغه هم په سوداګریزو،دیپلوماتیکواوله ګنې ګوڼې دکوسیموکې دپانګونې پربهیرناوړه اغیزی پرځای پریږدی لنډه داچې ترټولوزیات پربازارناوړه اغیزکوي.
دتیری میاشتی په اوږدوکې دکابل ښارپه فروشګاه سیمه کې خونړۍ پیښه رامنځ ته اوسربیره پردی چې دپانګونی اوپانګې اچونې پر بهیريي ناوړه اغیزوکړدښارامنیتي مسوولانوته هم یوخبردارئ ؤچې له پخوا څخه زیات ددغه شان پیښوپه مخنیوي کې وس چاروکړي.
کابل په وروستیوکلونوکې دګڼوپیښوشاهدؤ. پرسریناهوټل برید، دتیرکال دغوايي داتمی په مراسموکې اړودوړ،دکورنیوچارووزارت په څومتری واټن کې دهندپرسفارت ۲ځله بریدونه اوبالاخره په پایتخت کې دجمعی ورځی خونړۍ پیښه.
که څه هم چې په دغه شان ډیرو پیښوکې ددفاع اوکورنیو چارو وزیرانواودملی امنیت لوی رئیس درسنیوپروړاندی ددغو لانجو دپیښیدوپه اړه خلکوته کیسه کړي خوپه اصل کې تراوسه داسی کومه کړه کړن لاره چې وکړی شي په يایتخت کې دمخالفینو دخوځښتونو مخنیوي وکړی د مسوولانوله خواوړاندي اوتطبیق شوي نه ده.
ښکاره خبره ده چې دامنیتي چارواکومسوولیت یوازئ دانه دی چې خلکوته دپیښوپه اړه مالومات ورکړی اویاهم رسنیوته ددغو پیښو دمړو اوټپیانوشمیراعلان کړي.
اړینه ده چې هغوی بایدپه دی اړه خلکوته ځواب ورکړی چې ددومره امکاناتواوځواک په لرلواوددی په خواکی په هیوادکې دلسګونو بهرنیوهیوادوشتون اودهغوی داستخباراتي بنسټونوله همکاریوسره سره ددولت مخالفین څنګه اوڅه ډول کولی شي چې دجمهوری ریاست ماڼې او دکورنیو چارووزارت ته ورڅیرمه اودښارپه نورو مهمو سیمو کې بریدونه سمبال او دساعتونوساعتونوله پاره د ښارامنیت له ګواښ سره مخ کړي؟
دپارلمان له خوادمسوولانواستیضاح اویاهم دهغوی دکوښه کولو ګواښ به ښايي چې هیڅ ګټورنه وي خویوازینی لارده چې په دغه شان پیښوکې دملی شوراداستازوله خواکارول شوي ده. دتیرو۲ کلونوپه اوږدوکې لږترلږه څوځله امنیتي مسوولان دولس داستازوله خواملی شوراته احضاراوله اوږدوخبرواترووروسته چې په هیوادکې يي دامنیت په ټینګښټ کې کومه دپام وړپایله نه لرله وضعیت بیرته خپل لومړنې حالت ته ورګرځیدلي اولږلیدل شوي چې په دی اړه اړین اقدامات ترسره شي. امنیتي چارواکي چې په ظاهره په افغانستان کې دامنیت دټینګښټ مسوولیت پرغاړه لرې دخپل ځان دخوندی ساتلوپه موخه يي ډیری هڅی کړی لکه؛دخپلوکورونواودفترونودواټونوپه تړلو او دسترو پخودیوالونواواستحکاماتوپه جوړولويي لاس پوری کړي دي.
خوآیاددغه شان سترمسوولیت په منلوسره خلکوته داسی کوچنی خوځښت وړاندي کړو؟