
-- |
|
![]() |
|
|
||
د ورځې خبره
په افغانستان کې له ادارې فسادنه د نړیوالو ملاتړ!
27:10:2010
د افغانستان ددولت پر وړاندی له ادارې فساد سره مبارزه تر ټولو ستره ننګونه پیژندل شوي ده. دغه ښکارنده چې د ډیرو هیوادوالو په باور له لومړنیو دولتي اداراتو او خصوصي سکتورنه نیولي بیا تر جګپوړو چارواکو پوری پری ککړ، چې په همدی سبب يي ملت او دولت له بی شمیره ستونزو سره مخ کړي دي.
که څه هم چې افغان دولت د دغۍ ښکارندی پر وړاندي د مبارزې په موخه ګڼ شمیر بنسټونه جوړ او بیلا بیلی کړن لارې يي تطبیق کړي،خوویل کیږي داټول لږ له بریا سره مل او ډیر ځله داسی هم شوي هغه بنسټونه چې له ادارې فساد سره دمبارزی په موخه ګمارل شوي پخپله په ادارې فساد ککړ شوي دي.
په تیرو ۹ کلونو کې افغانستان تر ډیره د دغۍ ښکارندی ښکار شوي دي.
تر هغه ځایه چې د بهرنیو هیوادو زیاتره چارواکو په بیلا بیلو بڼو د هغو په اړه د دولت کمزورتیا ته نغوته او آن کله خويي په سپکاوی سره دهغو یادونه کړي.
د امریکي د بهرنیو چارو وزیرې خو یو ځل افغانستان دفاسد دولت په توګه یادکړ.
د امریکي جمهور رئیس، د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د حامد کرزی د بیا ځلۍ ټاکنې په لومړیو ورځو کې خبرداری ورکړ چې افغان حکومت ۶ میاشتي وخت لري تر څو په چاروکې رڼښټ او له ادارې فساد سره مبارزه ګړندی کړي.
دغه وضعیت په داسی وخت کې رامنځ ته شوي چې ویل کیږي ډیرځله په افغانستان کې د ادارې فساد او ناوړه استفادی په زیاترو مواردو کې بهرني هیوادونه په ځانګړی توګه مرستندویه هیوادونه ښکیل لري.
دنه باور وړ تنخواګانو ورکړه افسانوی پیرودنې او مرستندویه هیوادته دشویو مرستو د یوې زیاتې برخې بیرته لیږدونه له بهرڅخه افغانستان ته دواردشوي فساد عادی او ساده بیلګې دي. خوداپه دی مانانه ده چې په کورنیو کړیو کې هم فساد شتون نه لري، پرته له شکه چې له هغوڅخه په استفادۍ سره دافغانستان دنظام په دیننه کې فرصُت غوښتونکو کسانو هم فعالیت او هڅه کړي؛تر څو د توان تر پولی په بیلابیلو بڼو د دولت او ملت شتمنې لوټ ټالان کړي.
خو هغه څه چې تازه روښانه شوي هغه له ځینو ځانګړو کسانو څخه چې له ادارې فساد سره په تړاوکې ستری دوسیې هم لري دافغانستان دمنتقدوهیوادو ملاتړ دی.
دافغانستان دلویي څارنوالۍ مرستیال تازه له رسنیوسره دخبرو پر وخت ویلي: له دی سره سره چې افغانستان له بریتانیا او امریکي نه غوښتی چې په درغلیو تورن ۲ افغانان(دآریانا افغان هوايي شرکت پخواني رئیس نادر آتش او د حج او او قافو پخواني وزیر صدیق چکری)افغانستان ته وسپاری، خو له پراخو هڅو او غوښتنو سره سره لاهم دغه کارنه دی شوي.
د لوېي څارنوالۍ مرستیال زیاته کړي: هغوی څوځله د یادو هیوادو د سفارتونو له لارې ددوی له کورنیو چارو وزارتونو سره اړیکه نیولې؛تر څو یاد کسان چې د لسګونو میلیونو ډالرو په درغلیو تورن دي ټینګ او افغانستان ته وروسپاری، خو تر اوسه هیڅ یوه هم دیادې غوښتنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسي حال کې ده چې افغانستان هم د نړیوالو پولیسویا انترپول غړیتوب لري او د نړیوالو پولیسو شاملین ژمن دی چې که چیری کوم مجرم په غړو هیوادو کې پټ شوي وي ټینګ اوبل لوری ته يي وروسپاری.
دغه حالت ته په کتوسره د اروښانه کیږي ډیرۍ هغه بهرني هیوادونه چې پر افغانستان نیوکی هم کوي یا په دغه هیواد کې په ادارې فساد کې لاس لري او یاهم په یوه نه یوه بڼه د ادارې فساد له لاملینو څخه ملاتړ کوي.
په دغسي یوه حالت کې تر هغو پوری چې دافغان حکومت متحدین په خپله په دغه هیواد کې دقانونیت اورڼښټ په موخه په مسوولانه توګه حرکت ونه کړي او پر ځان قانون تطبیق نه کړي، د افغانستان د خلکو له پاره به دویناؤ اورول، نیو کې اودخپل سوچ اواندڅرګندول کومه ګټه ونه لري.