
-- |
|
![]() |
|
|
||
د ورځې خبره
دافغانستان دملی شوراپنځم کاری کال پیل شوخو...
20:02:2010
دافغانستان ملی شورا خپل پنځم کاری کال پیل کړ. دهیوادملی شورا څه دپاسه ۴ کاله دمخه خپل کار په داسی حال کې پیل کړی ؤچې افغانان تازه له څو کلونو جګړو او دطالبانو د واکمنۍ له تورتم نه خلاص اوتمه يی لرله چې دهغوي استازي چې ددوی له خواټاکل شوی ؤ په ملی شوراکې دحضور پر وخت دملت په کورکې ددوی ستونزی مطرح اواواری کړي. ددغی موضوع په خواکې دنړیوالو ټولنو له خوا افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو راتګ،دبهرنیو پوځی ځواکونو او ملکی وګړو پراخ شتون او دخلکو د ژوندانه دکچی په لوړولو کې ګڼی ژمنی ،دهیوادپرمختګ او بیارغاونه ددغه هیواددهروګړی په ذهن کې دیوه سوکاله او پرمخ تللی افغانستان هیله راژوندي کړه.
خو اوس چې دملت په کور کې دوکیلانو پنځم کاری کال پیل شوي که ددغه بنسټ تیروکړنو ته یوځغلنده کتنه ولرونوپه ښه توګه احساسیږی چې دخلکوهیلی په ناهیلۍ بدلې شوي.
ورځ تربلی دوزګاروکسانو زیاتیدل،بیارغاونی ته نه پاملرنه،له هیواد سره دمرسته شو یومیلیاردونو ډالروتت برخلیک او د اداری فساد پراختیا په هیوادکې دپراخوناامنیو په خواکې هغه ستونزی دې چې په تیرو کلونوکې يي دپام وړپرمختګ کړي دي.
خوملی شورا،دولت او نړیوالی ټولنی لږتوانیدلی چې ددغوستونزو داواری په موخه یوه کره کړن لاره ومومي.
دنشه يي بوټودکرکیلی زیاتوالی،دنشه يي توکوپه تولیدونکوهیوادو کې دافغانستان دسلطنت پرځای پاتې کیدل او دهغودقاچاقو پراختیا چې وویل کېږي ان جګپوړی دولتی چارواکي هم پری ککړدي هغه نوری ستونزی دی چې دولت او دولس استازوورته چندان پاملرنه نه ده کړي.
دافغانستان دملی شورا دهرکاری کال په پیل کې دپراخو فعالیتونو او په هیوادکې دکړنودقانونی ګرځولو په موخه دخلکوداستازو له خوا ژمنی کیږي،خوهرکال دترسره شو یوکړنولږوالی په ښه توګه ددی څرګندونه کوي چې پرکړیوژمنوعمل نه دی شوي اوخلک دپخوا په شان په کړکیچ کې راګیردي .
په هیوادکې دغه شان تیروکړنوته په کتوسره آیاتمه کیدی شی چې ملی شوراپه خپل پنځم کاری کال کې وکړی شي چې له دولت سره اوږه په اوږه دشته کړکیچ د اواری په موخه یوه کره کړن لاره ومومي؟